حکومت اپوزيشن سره سره غريب اولس نه هم انتقام اخلى

ملک کښې ګرانۍ کښې مسلسل زياتوالې راروان دې، حکومت اپوزيشن سره سره غريب اولس نه هم انتقام اخلي، د مسلم ليګ ن نائب صدر حمزه شهباز په حکومت سختې نيوکې، وائي چې کورونا خو نورو ملکونو کښې هم خوره شوې وه خو ګراني ئې صرف پاکستان راوستې

دا خبرې د مسلم ليګ ن نائب صدر حمزه شهباز شريف خبري غونډې ته وينا پرمهال کړي، وائي چې حکومت د خپلې خرابې کارکردګئۍ زور د کورونا په بهانه اوولس نه اوباسي او دا چې کورونا نورو ملکونو کښې هم راغلې وه خو سزا ئې صرف د پاکستان غريب اوولس ته ميلاؤ شوه، حمزه شهباز مخکښې وائي چې روانې ګرانۍ د غريب اوولس ملا ماته کړې او دوه وخته ډوډۍ پيدا کول ورته ګران شوي ، چيني پنځه پينځوس روپۍ کلو وه خو دا مهال ئې نرخ سل شل روپو ته رسيدلې بلخواد دوايانو نرخونو کښې پنحه سوه فيصده زياتوالې راوستې شوېدې ، حمزه شهباز زياته کړه عمران خان اوولس سره د يو کروړ نوکرو او د لکهونو کورونو لوظ کړې وو خو ملک دا مهال د تاريخ د ټولو بد حاله ترين دور نه تيريږي د کوم پرضد چې به مسلم ليګ ن د ملک لر او بر کښې احتجاجي تحريک شروع کوى