حکومت به نواز شريف بهر ملک ته تلو کښې خنډ نه جوړيږې،شاه محمود قريشې

حکومت به نواز شريف بهر ملک ته تلو کښې خنډ نه جوړيږې،شاه محمود قريشې

وزير خارجه شاه محمود قريشې بابرې جومات په زمکه باندې مندر جوړولو متعلق د بهارتې سپريم کورټ فيصلې غندنه کړې،وئيلې دې چې بهارت کښې په اقليتونو او په خاص توګه مسلمانانو باندې زمکه تنګه کړې شوې ده،د ميانواز شريف بهر ملک ته تلو په حواله وزير خارجه وائې چې حکومت به نواز شريف بهر ملک ته تلو په لار کښې خنډ نه جوړيږې
ملتان کښې ميډيا سره خبرو پر مهال شاه محمود قريشې وئيلې دې چې د کرتا پور راهدارۍ پرانستو په موقع بابرې جومات فيصله راغلې ده،د بهارتې سپريم کورټ فيصله اقليتونو لپاره ښکاره پيغام دے،بهارت کښې په اقليتونو او په خصوصي توګه مسلمانانو باندې زمکه تنګه کړې شوې ده،بهارتې سپريم کورټ فيصله کښې ډير تضادات دې
شاه محمود قريشې کشمير کښې جارې مظالم هم مذمت کړې ، وئيلې دې که چرې مودې کشمير نه کرفيو اوچته کړې نو مونږ به ئې شکريه ادا کړو،
د ميا نواز شريف بهر ملک ته تلو متعلق سوال په جواب کښې خارجه وزير وئيلې دې چې نواز شريف له علاج د پاره بهر ملک ته تلل پکار دې،حکومت به بهر ملک ته تلوپه لار کښې خنډ نه جوړيږې،زمونږ دعا ده چې الله دے نواز شريف له صحت ورکړې
آصف زردارې صحت حوالې سره هغه اووئيل چې بلاول بهټو دے د آصف زردارې د ناروغتيا حوالې سره ټهوس ثبونه پيش کړې،د انسانې همدردۍ په بنياد هغه ته هم دعلاج سهولت ورکولو نه چا انکار نه دے کړې