حکومت تنقيد نه شي برداشت کولې ځکه ئې په اظهار رائے پابندي لګولي ده

بلاول بهټو زرداري وينا ده چي پاکستان کښې عوام او سياست آزاد ندي

د اظهار رائے آزادي د انساني حقونو بنيادي جز دې، د پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بهټو وينا، وائي چې موجوده حکومت په اظهار رائے قدغن لګولي دې څوک چې تنقيد نه شي برداشت کولې هغه به د اولس د خيګړۍ لپاره څه کار وکړي
اسلام آباد کښې د بشري حقونو د ورځې په مناسبت دستورې ته وينا کښې بلاول بهټو اووئيل چې اظهار رائے آزادي د هر يو تن جمهوري او بنيادي حق دې، پاکستان تحريک انصاف حکومت تنقيد نه شي برداشت کولې ځکه ئې په اظهار رائے پابندي لګولي ده
بلاول بهټو وينا وه چې څوک تنقيد نه شي برداشت کولې هغه به د اولس څه خدمت وکړي او دا چې پارليمان کښې څوک د عوامي حقونو په اړه خبرې اوريدولو ته تيار نه دي
هغوي اووئيل چې د تحريک انصاف حکومت صرف پارليماني غړو ته غله او ډاکوان وائي