حکومت دي د قاضي فائز عيسیٰ نه بخښنه وغواړي او ريفرنس دي واپس اخستل پکار دی

د سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن کوئټي صدرامان الله کنراني د کوئټي پريس کلب کښې يوه خبري غونډه کړے
خبري غونډي مهال هغه وئيلي چي جسټس قاضي فائز عيسیٰ باندي ريفرنس په ضد په ټول هيواد کښې احتجاج او دهرنا ورکول شوے چي اولس او وکيلانو د قاضي فائز عيسیٰ په ضد ريفرنس غنده وکړه حکومت دي د قاضي فائز عيسیٰ نه بخښنه وغواړي او ريفرنس دي واپس اخستل پکار دی
هغه زياته کړې چي زما په نظرجوډيشل کونسل پر حتمي فيصله باندي دی د سپريم جوډيشل کونسل د فيصلے ياڅه ځنډ بغيره به خپل غبرګون ورکوو
خبري غونډي مهال هغه دا هم وئيلي چي د جسټس قاضي فائز عيسیٰ کردار کشي روانه ده ، وکيلان د احتساب په حق کښې دي بغېر د څه پلټونو جسټس قاضي فائز عيسیٰ باندي ريفرنس دائر کړل شوی دی
بل لور ته د کوئټي پريس کلب کښي د خبري غونډي مهال بلوچستان کښي د وکيلانو راروان دوه ويشت جون باندي انتخاباتو لپاره زيارت بار ايسوسي ايشن د کوئټه بار ايسوسي ايشن پروفيشنل لائر پينل سره د اتحاد اعلان وکړی
خبري غونډي مهال ايډوکيټ نصيب الله ترين ووئيلي چي پروفيشنل پينل هڅ کله هم پر اصولونو باندي سودا بازي نه ده کړی هر کله يې د عدليه د آزادۍ لپاره خپل ږغ اوچت کړی دی