حکومت د روان مالي کال دوران د معاشي ترقۍ هدف نه پورا کيدو اعتراف کړے

0
29
: عبدالحفيظ شيخ

حکومت د روان مالي کال دوران د معاشي ترقۍ هدف نه پورا کيدو اعتراف کړے،اقتصادي سروے کښې مشيرخزانه وئيلي چې د معاشي ترقۍ هدف شپږ اعشاريه دوه فيصده وو، ولې روان مالي کال دوران د معاشي ترقۍ شرح صرف درې اعشاريه درې فيصده حاصله شوې،حفيظ شيخ وائي چې د ډېرې مودې راهسې په ملکي وسائلوبالکل توجه نه ده ورکړے شوې،ملک د قرضو په دلدل کښې ډوب شوے
مشيربرائے خزانه عبدالحفيظ شيخ د کال دوه زره اتلس ،نورلس د مالي کال اقتصادي سروے رپورټ جاري کړے په کوم کښې چې هغۀ ه د معاشي ترقۍ اهداف نه پورا کيدو اعتراف کړېدے،حفيظ شيخ وائي چې ملک د مشکل حالاتو نه ويستلو لپاره کوششونه جاري دي،د ډېرې مودې راهسې ملکي وسائلو باندې چا توجه نه وه ورکړې،تېرو حکومتونو ملک د قرضو په دلدل کښې ډوب کړے او موجوده حکومت چې کله اقتدار ترلاسه کړو نو د معيشت حالات ډېر زيات خراب وو،مشيرخزانه وائي چې روان مالي کال دوران د معاشي ترقۍ هدف شپږ اعشاريه دوه فيصده مقرر وو ولې دې دوران د دغه هدف صرف درې اعشاريه درې فيصده حاصل شوے،هاوسنګ سروسز او سرکاري خدماتو نه علاوه حکومت په يوه شعبه کښې هم مقرره هدف نه دے ترلاسه کړے