حکومت د شريف خاندان خلاف حديبيه پيپر ملز کيس دوباره پرانستلو فيصله کړې

حکومت د شريف خاندان خلاف حديبيه پيپر ملز کيس دوباره پرانستلو فيصله کړېدې، وفاقي وزير فواد چوهدري وئيلې دې چې حکومتي قانوني ټېم وزيراعظم ته شهباز شريف خلاف مقدمات په اړه تفصيلې بريفنګ ورکړېدې، وائې چې حديبيه پيپلز ملز کيس د شريف خاندان د کرپشن بيناد دې، په دې کيس کښې د شهباز شريف او نواز شريف مرکزي کردارونه دې، دا کيس انجام ته رسول اهم دې

وفاقې حکومت شريف خاندان خلاف حديبيه پيپلز ملز مقدمه دوباره پرانستلو او د کيس د سر نه تفتيش کولو فيصله کړېده، د اطلاعاتو وفاقې وزير فواد چوهدري ټوټېر بيان کښې وئيلې دې چې د شريف خاندان د کرپشن بنياد حدييبه پيپر ملز دې ، کومه طريقه چې حديبيه پيپر ملز کښې پيسې بهر ليږلو لپاره استعمال شويدې، شيرف خاندان دغه طريقه په نورو کيسونو کښې هم خپله کړې وه، دې لپاره حديبيه پيپلز ملز کيس منتقي انجام ته رسول ډير اهم دې فواد چوهدري وينا وه چې حکومتي قانوني ټېم دې حوالے سره وزيراعظم ته تفصيلې بريفنګ ورکړيدې، حکومت دې حوالے سره متعلقه ادارو ته د سر دوباره تفتيش لپاره هدايات ورکړې کيږې