حکومت د قبائيلي اضلاع انتخاباتو کښې دهاندلي کوي

د پيپلز پارټي چئيرمين بلاول بهټو زرداري الزام لګولے چي حکومت د قبائيلي اضلاع انتخاباتو کښې دهاندلي کوي ،پولنګ سټيشن دننه ئي د فوج تعيناتي مخالفت کړے دے او ويلي دي چې اليکشن کميشن دے خپله فيصله واپس واخلي
قبائيلي ضلعو کښې د صوبائي اسمبلي راروان انتخاباتو په اړه د پيپلز پارټې چئيرمين بلاول بهټو زرداري ويلي دي چي فوج مهمه اداره ده حغوئي د فوج عزت کوي خو اليکش کښې پولنګ سټيشن دننه د فوځي اهلکارو ډيوټي نده پکار او د چي اليکشن کميشن دے د ماضي غلطيانو نه زدکړه اوکړي بلاول بهټو زياته کړے چې حکومت پري اليکشن هربې شروع کړے دے په دسے صورت کښې پيپلز پارټي دغه رنګ هربو سکتے سره غندنه کوي