حکومت د موبائلز په امپورټ ټيکسونو لګولو فيصله واپس واخلي: موبائلز تاجران

0
24

پيښور کښې د موبائل روزګار کوونکو د احتجاجي غونډي په وخت وفاقي حکومت ته دهړکه ورکړي که چري د موبائلز په امپورټ ټيکسونه لګولو فيصله واپس وا نخستے شوه نو دوي به دخيبرپښتونخوا بشمول د ټول پاکستان په کچ د پنځه ويشتم مارچ نه احتجاجي لړئ شروع کوي،
پيښور جناح پارک کښې د موبائل روزګار کوونکو احتجاجي غونډه شويده، غونډي ته د وينا په وخت د موبائل روزګار کوونکو مشرانو اووئيل چي وفاقي حکومت د موبائيل په امپورټ کولو مزيد ټيکسونه لګول غواړي او دي ټيکسونو سره به په دي کاروبار په لوئي کچ خراب اثر پريوځي،
د هغوي وينا وه چي وفاقي حکومت دي د مزيد ټيکسونو لګولو فيصله واپس واخلي ګني هغوي به د خيبر پښتونخوا بشمول د ټول ملک په کچ احتجاجي مظاهري شروع کوي او دا مظاهري به تر هغي پوري رواني وي تر کومي چي په هغوي د نوي ټيکسونو په لګولو فيصله واپس نه وي اخستے شوي