حکومت د ميرعلى بازار ټهيکه داران دې کورونو نه سامان وړل او لوټ مار بند کړى

0
47

د شمالى وزيرستان ميرعلى تحصيل خلقو د حکومت نه يو ځل بيا مطالبه کړے ده چې د ميرعلى بازار ټهيکه داران دې د موساکئ،هرمز او خسو خيل کلو کښې کورونو نه سامان وړل او لوټ مار بند کړى ګنى په سخت احتجاج به لاس پورې کړى

په بنو کښې د ميرعلى تحصيل موساکئ،هرمز او خسوخيل مشرانو يوه لويه جرګه جوړه شوه 
په جرګه کښې د حکومت نه يو ځل بيا دا مطالبه اوشوه چې د ميرعلى ښه ښه ټهيکداران څوک چې د بازار ملبه اوباسى د کورنو نه غله ګانې او سامان اوباسل بند کړى او دړکه ئې ورکړه چې که حکومت زمونږ په مطالبو غور اونه کړو نو راراوانې هفتې ورځې نه به شمالى وزيرستان متاثرين زاړه او واړه او زنانه سره به د بنو ميران شاه روډ باندې دهرنا ورکوى او مبادا که چرته ناخوشګوار واقعه جوړه شوه  نو ذمه وار به ئې وفاقى حکومت،ګورنر خېبر پښتونخوا او شمالى وزيرستان انتظاميه وى