حکومت راتلونکى کال جنورۍ کښې منى بجټ پيش کولو تيارې کوى

راتلونکې کال د دولسمې جنورې نه پيش کيدونکي مالياتي بل تفصيلات مخې ته راغلي،، حکومت راتلونکې کال جنورې کښې مني بجټ پارليمنټ کښې وړاندې کولو تياري کړې، اربونو روپۍ ټيکس چهوټ هم ختمه وي، درې نيم سوه اربه روپۍ به نوې ټيکسونه لګوي، په پټرولو به ډيولپمنټ ليوي نومې ټيکس ديرش روپۍ ته رسولې شي

سرچينو ترمخه حکومت به راتلونکې کال دولسمې جنورې نه وړاندې ترميمي بل قامي اسمبلۍ کښې پيش کوي، دغه بل د آئي ايم ايف شرائط پوره کولو لپاره پيش کيږي آئي ايم ايف يو ارب ډالر نه سيوا قسط جاري کولو لپاره په خپل شرائط عمل درآمد کولو يقين دهاني ترلاسه کړېده، د شرائط لاندې به په عوام درې نيم سوه اربه روپۍ نوې ټيکسونه لګولې شي، د ټيکس وصولولو هدف به پينځه زره اته سوه نهه ويشت اربه نه شپږ زره سل اربه روپۍ مقرر کوي، د پټروليم ډيولپمنټ ليوي نومې ټيکس به درې نيم سوه اربه روپۍ وصوله ولې شي سرچينې وائي چې دے نه علاوه د ترقياتي بجټ کښې به دوه سوه اربه روپۍ کمي کولې شي، د بجلې په نرخ کښې به هم اضافه کولې شي د مني بجټ نه روستو به د ګرانې يو نوې طوفان راشې چې غريب خلک به يو شمير ستونزو سره مخي شي