حکومت سره د اليکشن کميشن او د پارليمان غړو د سوالونو جوابونه نيشته

د مسلم ليګ ن ترجمانې مريم اورنګزيب وئيلى دى چې حکومت سره د اليکشن کميشن او د پارليمان غړو د سوالونو جوابونه نيشته او دا هر څه د عمران خان په اشاره کيږى ، دوى اووئيل چې عمران خان فارن فنډنګ کيس کښې د خپلې طبې فېصلې لپاره اليکشن کميشن بليک ميل کوى

تفصيلاتو ترمخه د مسلم ليګ ن ترجمانې مريم اورنګزيب د وفاقى وزير اطلاعات فواد چوهدرى او وفاقى وزير برائے سائنس اينډ ټيکنالوجى شبلى فراز شريک خبرى غونډې په جواب کښې وئيلى دى چې اليکشن کميشن د عمران خان په اشاره بليک ميل کولې شى د مسلم ليګ ن ترجمانې اووئيل چې حکومت سره د اليکشن کميشن او پارليمان غړو د سوالونو جوابونه نيشته ځکه دوى باندې اليکشن کميشن هره خبره بده لګى مريم اورنګزيب اووئيل چې عمران خان د فارن فنډنګ نه خلاصيدو د پاره په اليکشن کميشن دباؤ اچوى دوى اووئيل چې عمران خان غير قانونى فارن فنډنګ کيس کښې د خپل طبيعت فيصله کولو دپاره اليکشن کميشن بليک ميل کوى هغې واضحه کړه چې اليکشن کميشن ارکان د ائين او قانون مطابق خبره کوى مريم اورنګزيب اووئيل چې موجوده حکومت په قانون نه پوهيږى او اليکشن کميشن ارکان چيف اليکشن کمشنر خلاف راپارول د ائين سره غدارى ده او دا داسې ده لکه چې څنګه په ائينى ادارو حمله کول وى