حکومت له پکار ده چي د کشمير خلقو اواز جوړشي: سراج الحق

حکومت له پکار ده چي د کشمير خلقو اواز جوړشي: سراج الحق

امير جماعت اسلامې سراج الحق وئيلې دي چې وزيراعظم عمران خان اعلان کړي وؤچې هغه به د وخت ټيپوسلطان جوړيږي،ولي د ټيپو سلطان جوړيدلو دوې هفتي پس ئي د کشمير احتجاج نظر انداز کړو،سراج الحق مطابق ديارلس کشميرې ماشومان بے درکه شوېدې،حکومت له پکار ده چي د کشمير خلقو اواز جوړشي ،
امير جماعت اسلامې سراج الحق په اسلامک يونيورسټي اسلام آباد کښې کشمير کانفرنس ته خطاب کړے،
وئيلي دي چي د کشميريانو سترګي پاکستان طرف ته دې، ليکن موجوده حکومت هغوي نظر انداز کوي ،
سراج الحق مطابق کشميري سياسي قيادت دا وخت په جيل کښې بند دے خو زمونږ حکومت بے غوره دے،
سراج الحق مطالبه کړي چي وزير اعظم عمران خان دي عوام ته اوښائي چي حکومت د کشميريانو لپاره څه ګامونه پورته کړيدي، هلته ورځ تر بله بهارتي فوج ظلمونو کښې اضافه روانه ده، ديارلس کشميري ماشومان بے درکه دي ليکن زمونږ ځان نا غرضه کړے دے