حکومت مولانا فضل الرحمن سره مذاکراتو لپاره کميټۍ کښې د سينئير غړو شاملولو فيصله کړي

د مارچ ګډون والو که د لوظنامې خلاف ورزي اوکړه نو دنتائجو ذمه واري به په مونږ نه وي

حکومت د وزيردفاع پرويزخټک په مشرۍ کښې مولانا فضل الرحمن سره مذاکراتو لپاره کميټۍ کښې د سينئير غړو شاملولو فيصله کړيده
تفصيلاتو ترمخه پرويزخټک د مولانا فضل الرحمن سره د مذاکراتو لپاره نومونه فائنل کړيدي او کميټۍ کښې پنځه يا شپږ سينئير حکومتي غړو په نومونو اتفاق شويدے
کميټۍ کښې درې اهم حکومتي عهديداران هم شامل دي چې پکښې سپيکر قامي اسمبلي اسدقيصر، چيئرمين سينيټ صادق سنجراني په نومونو هم اتفاق شويدے
کميټۍ کښې به د سند صوبې نمائندګي اسد عمر ته ورکولې شي ، دغۀ رنګې د پنجاب نمائندګۍ لپاره به د چوهدري برادران سره حتمي مشاورت کولې شي
ذرائع ترمخه پرويز خټک کميټۍکښې څلور واړو صوبو ته نمائندګي ورکولو فيصله کړيده
سرچينې وائي چې پرويزخټک د اپوزيشن بعضې غړو سره رابطې هم کړېدي
واضحه دې وي چې مولانا فضل الرحمن د مذاکراتو لپاره د وزيراعظم عمران خان د استعفې مطالبه کړيده او وئيلي دي چې څوک مذاکرات کول غواړي او دې ځان سره د وزيراعظم استعفي راوړي