حکومت ټولو شعبو کښې د اصلاحاتو عملې کار کوي ،وزيراعظم

0
26
وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې نيشنل ډيولپمنټ کونسل قائم کړې شوې

وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې حکومت د ملک حالت ښه کولو دپاره په ټولو شعبو کښې د اصلاحاتو عملې کار کوي ، د دي ګراني مرحلې نه ورستو به ډير ښه او خوشاله دور شور کيږې
د دي خيالونو څرګندونه وزير اعظم عمران خان د وزارت اطلاعات مختلفو محکمو سربراهانو سره د ملاقات په وخت کړيده ، په دغه موقع وزير اطلاعات فواد چوهدري ، د وزيراعظم خصوصي معاونين افتخار دراني او يوسف بيګ مرزا هم موجود وو
د ملاقات دوران خپلو خبرو وزيراعظم عمران خان اوئيل چې د ملک حالت ښه کولو لړ کښې د حکومت د کوششونو مقصد ذاتي مفادات نه بلکه د د ملک او اولس د ګټو دپاره دي
وزيراعظم مخکښې اوئيل چې د قامونو په ژوند کښې اصلاحات د هميشه نه يوه تکليف ده مرحله وي ، ولي د دي ګرانې مرحلي نه ورستو غوره او خوشاله دور شورو کيږې
وزيراعظم عمران خان په دي خبره زور راوړې چې وزارت اطلاعات دي د حکومت اصلاحاتي ايجنډه او د دي مقصدونو د اولس ته په ډاګه کولو کښې خپل کردار ترسره کړې
وزيراعظم عمران خان دا هم وئيلي دي چې مضبوط، متحرک او ذمه وار ميډيا اولس باخبر ساتلو کښې کردار ادا کوي ، د ميډيا په حواله حکومتي پاليسو باندي بے بنياده پروپيګنډي د محرکاتو نه خبر يو ، مهذبه او ذمه وار معاشره د بے بنياده خبرو نشر کولو اجازت نه ورکوي