حکومت پيټرول باندې پينځه ديرش روپې فې ليټر ټيکس اخلې

وفاقي حکومت پټروليم مصنوعات نرخونو کښې د کمي اعلان کړې

حکومت غريب اولس نه په ډيزل پينځه څلويښت روپې،پينځه اوويا پسې او پيټرول باندې پينځه ديرش روپې فې ليټر ټيکس اخلې،تير يو کال دوران عوام نه پيټروليم مصنوعات باندې ټيکس مد کښې دوه سوه شپږ اربه روپو نه سيوا رقم وصول کړې شويدے
پيټروليم ډويژن قامې اسمبلۍ ته تحريرې جواب کښې وئيلې دې چې حکومت په ډيزل پينځه څلويښت روپې،پينځه اوويا پيسې،لائټ ډيزل باندې څوارلس روپۍ او نهه اتيا پيسې في ليټر ټيکس اخلې،دغه رنګ پيټرول باندې پينځه ديرش او خاورو تيل باندې شل روپې فې ليټر ټيکس وصولوې،تير يو کال کښې ئې عوام نه پيټروليم مصنوعات باندې دوه سوه شپږ اربه او اتويشت کروړ روپۍ وصول کړې دې
جواب کښې دا هم وئيلې شوې دې چې تير يوکال دوران اوولس ځله پيټروليم مصنوعاتو قيمتونو کښې ردوبدل شوې دے،يولس ځله قيمتونو کښې کمې او اووه ځله اضافه شوې ده
جواب کښې دا هم وئيلې شوې چې عالمې منډۍ کښې قيمتونو کښې کمې او پاکستان کښې اضافې تاثر غلط دے،عالمې مندۍ کښې قيمتونه کله کميږۍ او کله سيوا کيږې