خاتون اول بشري بي بي لاهور يتيم خانے کښې يتيم معشومانو سره ملاقات کړي

0
83

د وزيراعظم عمران خان ميرمين خاتون اول بشري بي بي هم په لاهور دوره ده او هغي خپلي دورے شروعات د لاهور يتيم خانے کښې يتيم معشومانو سره ملاقات په زريعه وکړو ، بشري بي بي د يو يتيم معشوم علاج اخراجات پورته کولو اعلان هم وکړو
تفصيلاتو ترمخه وزيراعظم ميرمن او خاتون اول بشري بي بي هم وزيراعظم دوره لاهور کښې هغه سره ملګري ده او هغي د يتيم معشومانو ادارے دارالشفقت دوره کولو سره مشهور صوفئ بزرګ داتا علي هجويري په مزار هم حاضري وکړه
وزيراعظم ميرمن دارلشفقت کښې معشومانو سره وخت تير کړو او هغوي تپوسي وکړو په دے موقع د هغي ملګري فرح خان هم موجود وه ، بشري بي بي دارالشفقت کښې معشومانو ته ورکړلي شوي سهوليات او انتظامي امور جاج هم واخيستو
دورے په دوران کښې يو ناروغه يتيم معشوم تپوس په وخت بشري بي بي د هغه ناروغتيا اخراجات پورته کولو اعلان وکړو او يتيم معشمانو سره خواراک سښاق هم وکړو
يتيم خانے دورے ورسته خاتون اول مشهور صوفي بزرګ داتا علي هجويري زيارت مخه وکړه او د هغه په مقبره فاتحه خواني کولو سره ګلونو څادر ښور کړو ، په دے موقع خاتون اول د ملک امن سلامتي او استحکام لپاره خصوصي دعا هم وغوښته
واضح دي وي چي وزيراعظم ميرمن بشري بي بي خاتون اول جوړيدلو ورسته دا د لاهور ړومبي دوره وه