خارجه دفتر دالبندين کښې دهشتګر حملے غندنه کړيده

0
18
خارجه دفتر دالبندين کښې دهشتګر حملے غندنه کړيده

خارجه دفتر دالبندين کښې دهشتګر حملے په سختو ټکو کښې غندنه کړيده ، ترجمان دفتر خارجه مطابق په دغه پيښۀ کښې ژوبل شوي د چيني انجينئرز او ايف سي اهلکارو حالت د خطرے نه بهر دي
د خارجه دفتر له اړخه جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې پاکستان د دهشتګردۍ داسي قسمه کاررواينو خلاف په خپل موقف کلک ولاړ دي او زياته کړيده چې مونږ د دغه دهشتګرد حملے په سختو ټکو کښې غندنه کوو
د خارجه دفتر بيان کښې مخکښې وئيلي شويدي چې په دغه حمله کښې ژوبل شوي چيني انجينئرز او ايف سي اهلکار ژوبل شوي وو، د ژوبل شوي ټولو کسانو حالت د خطرے نه بهر دي او د علاج ئې جاري دي