خارجه دفتر د ډاکټر عافيه صديقي متعلق رپورټ په اسلام اباد هائي کورټ کښې جمع کړے

خارجه دفتر د ډاکټر عافيه صديقي متعلق رپورټ په اسلام اباد هائي کورټ کښې جمع کړے،وئيلي ئي دي چې عافيه صديقي ته د خپلې کورنۍ سره د رابطے ازادي حاصله ده،د قونصلر رسائۍ په وخت عافيه صديقي بالکل صحت منده هم وه،رپورټ کښې وئيلي شوي چې اوس يو وارې بيا قونصليټ ډاکټر عافيه صديقي ته د قونصلر د رسائۍ لپاره درخواست ورکړيدے
د خارجه دفتر په رپورټ کښې مخکښې وئيلي شوي چې پاکستان د امريکائي چارواکو سره وخت په وخت د ډاکټر عافيه صديقي معامله راپورته کوي او ورنه د انساني حقونو په بنياد دے معاملے ته د کتلو وائي،رپورټ کښې وئيلے شوي چې د امريکا په هوسټن ايالت کښې پاکستاني قونصل جنرل هرې درې مياشتې پس د ډاکټر عافيه صديقي سره ملاقات ته ورځي خارجه دفتر پخپل رپورټ کښې زياته کړې چې اوس يو وارې بيا قونصليټ ډاکټر عافيه صديقي ته د قونصلر د رسائۍ لپاره درخواست ورکړيدے