خارجه دفتر نيوزي لينډ حمله کښې د شپږ پاکستاني وګړو د شهادت تصديق کړې

0
7
خارجه دفتر نيوزي لينډ حمله کښې د شپږ پاکستاني وګړو د شهادت تصديق کړې

خارجه دفتر نيوزي لينډ کرائسټ چرچ حمله کښې د شپږ پاکستاني وګړو د شهادت تصديق کړې، ترجمان ډاکټر محمد فيصل وائي چې شهيد پاکستانيانو کښې سهيل شاهد، سيد جهانداد علي ، سيد اريب احمد، محبوب هارون، نعيم راشد او طلحه نعيم شامل دي، ترجمان دا هم وئيلي دي چې د ترهګرۍ دغه پيښو کښې متاثره شوو کسانو خپل خپلوان د وزټ ويزو دپاره درخواست کولې شي
د خارجه دفتر ترجمان مطابق د نيوزي لينډ چارواکو جماعتونو باندي شوي د ترهګرۍ پيښور دوران د شپږ پاکستاني وګړو د شهادت اعلان کړيدي
ترجمان دفتر خارجه ډاکټر فيصل وائي چې شهيد شوي کسانو کښې سهيل شاهد ، سيد جهانداد علي ، سيد اريب احمد ، محبوب هارون، نعيم راشد او د هغه ځوي طلحه نعيم شامل دي
ډاکټر فيصل مطابق د ترهګرۍ پيښو نه ورستو تر دي دمه دري پاکستاني وګړي بے درکه دي او زياته کړيده چې نيوزي لينډ کښې د پاکستان هائي کميشن لخوا وس هم په دي حواله نور تفصيل راغونډولو کار جاري دي
ترجمان اوئيل چې د ترهګرۍ په دغه پيښو کښې يو پاکستاني وګړي محمد امين څوک چې د حافظ آباد اوسيدونکي دي سخت ژوبل شويدي څوک چې تشويشناک حالت کښې په آئي سي يو کښې زير علاج دي
ډاکټر فيصل مطابق کرائسټ چرچ پيښۀ کښې شهيد و ژوبل کسانو خپل خپلوان د وزټ ويزے دپاره درخواست کولې شي
ترجمان دفتر خارجه نيوزي لينډ کښې د پاکستان اعزازي قونصل جنرل رابطه نمبر هم جاري کړېدي او وئيلي دي چې متاثرين خپل درخواست ،رابطه نمبر او د پاسپورټ اسکين کاپي اعزازي قونصل جنرل معين فواد ته اي ميل يا واټس ايپ کولې شي