خارجه وزارت سينئر سفارتکار محمد صادق افغانستان لپاره د پاکستان خصوصى استازۍ ټاکلې

خارجه وزارت سينئر سفارتکار محمد صادق افغانستان لپاره د پاکستان خصوصى استازۍ ټاکلې

پاکستان په وړومبى ځل افغانستان لپاره نمائنده خصوصى تعينات کړېدې ، خارجه وزارت سينئر سفارتکار محمد صادق افغانستان لپاره د پاکستان خصوصى استازۍ ټاکلې دې ، محمد صادق خپلې ذمه وارو او افغان امن عمل په اړه خارجه وزير شاه محمود قريشى سره ملاقات هم کړې
خارجه وزارت افغانستان لپاره سينئر سفارتکار محمد صادق د پاکستان خصوصى نمائنده تعينات کړېدې
تعيناتې وروستو محمد صادق د خارجه وزير شاه محمود قريشى سره ملاقات کړې
دواړو ترمينځه د خطې صورتحال او افغان امن عمل په اړه خبرې اترې شوى
خارجه وزير شاه محمود قريشى محمد صادق ته په تقررۍ باندې مبارکى ورکړې او هيله ئې څرګنده کړېده چې د هغه تعيناتې سره به د پاکستان او افغانستان تعلقاتو نور هم مضبوط شى
شاه محمود قريشى وينا وه چې افغانستان کښې امن او استحکام د خطې ترقۍ لپاره ضرورى دې
خارجه وزير زياته کړه چې پاکستان په ښه زړه افغان امن عمل لپاره خپل کوششونه کړيدى کوم چې ټولې دنيا منلى دى او دا چې پاکستان به د خطې امن لپاره مخکښې هم پوره کردار لوبوى

blank