خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې د بهارت نهه لکه فوځ دې بلاتاخير د مقبوضه کشمير محاصره خاتمه کړي

خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې د بهارت نهه لکه فوځ دې بلاتاخير د مقبوضه کشمير محاصره خاتمه کړي، درې کاله تيريدو باوجود مقبوضه وادې خلک د آزادي اظهار او پرامنه احتجاج پشمول نور ټولو بنيادي حقوق نه محرومه دي، اقوام متحده دې مقبوضه کشمير کښې بشري حقوق بحال کړې، بلاول بهټو د برهان واني پشمول ټولو کشميري شهدا ته خراج تحسين وړاندې کړې
د يوم استحصال کمشير په موقع خپل پيغام کښې خارجه وزير بلاول بهټو زرداري اوئيل چې د بهارتي نهه لکه فوځ دې په فوري توګه د مقبوضه وادې محاصره خاتمه کړي، اقوام متحده دې د چارټر مطابق مقبوضه کشمير کښې د بشري حقوق بحال کړي، درې کاله تيريدو باوجود مقبوضه وادې خلک د آزادي اظهار او پرامنه احتجاج پشمول نور ټولو بنيادي حقوق نه محرومه دي هغه اوئيل چې بهارتي اقدام خطې کښې امن او استحکام د تباهې کاندې ته غورځولې دې، هند د درې سوه اوويه او پينځه ديرش اے کښې تبديلې کولو سره د اقوام متحده قراردادونو خلاف ورزي کړېده، تر څو چې کشميريانو ته آزادي نه وي ميلاؤ شوې تر هغې به آواز پورته کوؤ، د کشميريانو به هر ممکن اخلاقي، سياسي او سفارتي ملاتړ جاري ساتلې شي،بلاول بهټو د برهان واني پشمول ټولو کشميري شهدا ته خراج تحسين وړاندې کړېدې