خارجه وزير شاه محمود قريشى وئيلى دى چې افغان امن عمل نازک مرحله کښې داخل شوېدے

خارجه وزير شاه محمود قريشى وئيلى دى چې افغان امن عمل نازک مرحله کښې داخل شوېدے،افغانستان کښې امن د ګڼ شمير ملکونو ترجيح دے د افغانستان امن او استحکام لپاره به د پاکستان کوششونه جاري وي، خارجه وزير د ترکي دوره ګټه ور ګرځولي او وئيلي ئې دي چې انطاليه سفارتي فورم کښې د سيمې امن او استحکام په حواله د پاکستان نکته نظر په ښه شان وړاندې کړې شويدے

خارجه وزيرشاه محمود قريشي د ترکي دورې،انطاليه سفارتي فورم غونډې او د دې اجلاس په سائيډ لائن د مختلف ملکونو خارجه وزيرانو او مشرانو سره شوي ملاقاتونو په حواله بيان جاري کړېدے بيان کښې وئيلي شويدي چې انطاليه کښې د افغان مصالحتي کونسل مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره ئې ګټه ور ملاقات شوي وو چې پکښې د پاکستان د کورني صورتحال اندازه شويده بيان ترمخه پاکستان د افغانستان د امن کوششونو شراکت دار دے او ټوله نړۍ افغان قيام امن لپاره د پاکستان کوششونو ته د قدر په نظر ګوري بيان کښې زياته کړي شويده چې د انطاليه کانفرنس په سائيډ لائن د فلسطين،کويت،قطر او يورپي يونين خارجه وزيرانو سره هم ملاقاتونه شويدي چې پکښې دوه اړخيزه تعاون،سيمې او مشرقي وسطي په صورتحال د خيالاتو بدلون شويدے خارجه وزير خپل بيان کښې دا هم وئيلي دي چې د ترکي صدر طيب اردګان وزيراعظم عمران خان له د ترکي دورې بلنه ورکړيده او د دې دورې شيډول تيارولې شي