خارجه وزير شاه محمود قريشي دوحه کښې د قطر هم منصب سره د مشرقي وسطي په صورتحال خبري کړي

خارجه وزير شاه محمود قريشي دوحه کښې د قطر هم منصب سره د مشرقي وسطي په صورتحال خبري کړي

خارجه وزير شاه محمود قريشي دوحه کښې د قطر هم منصب شيخ محمد بن عبدالرحمان سره ملاقات کړي او ورسره ئې د افغانستان مفاهمتي عمل او مشرقي وسطي په صورتحال خبري کړيدي،د قطر خارجه وزير د افغانستان او سيمي امن بحالۍ لپاره د پاکستان د کردار ستائينه کړيده
د امريکې دوره مکمل کولو وروستو ملک ته واپس راتلو دوران خارجه وزير شاه محمود قريشي قطر کښې قيام کړي او خپل هم منصب او د قطر نائب وزيراعظم شيخ محمد بن عبدالرحمان سره ئې ملاقات کړېدے
سرکاري خبري ادارو ترمخه شاه محمود قريشي سيمه کښې تاؤ تريخوالي خاتمے او امن قيام لپاره د پاکستان د کوششونو نه خپل هم منصب خبر کړېدے
په دې موقع خارجه وزير ووئيل چې سيمه کښې محاذ ارآئي د هيڅ يو ملک مفاد کښې نه ده بايد چې امريکه او ايران دې خپل مينځي اختلافات د مذاکراتو د لارې حل کړي
ملاقات دوران د افغانستان سولي عمل لپاره روان کوششونوپه معامله هم د خيالاتو بدلون شويدے
شيخ محمد بن عبدالرحمان د افغانستان او سيمې امن بحالۍ په حواله د پاکستان کردار او کوششونو ستائينه کړيده