خارجه وزير شاه محمود قريشي د امريکې دوري وروستو ملک ته واپس راروان شوي

پاکستان دسيکانو زائرينو لپاره ګوردواره کرتارپورصاحب په نهه ویشتم جون د کلاولو فیصله کړی

خارجه وزير شاه محمود قريشي د امريکې دوره مکمل کولو وروستو ملک ته واپس راروان شويدي، دورې په مهال خارجه وزير خپل امريکني هم منصب مائيک پومپيو،د امريکې سلامتيا مشير،نائب وزير دفاع او د متحده قامونو جنرل سيکرټري پشمول د سلامتي کونسل او جنرل اسمبلۍ د مشرانو سره اهم ملاقاتونه کړي وو
د امريکې دورې په وړومبې مرحله کښې شاه محمود قريشي د نيويارک ته تلي وو او هلته ئې د متحده قامونو جنرل سيکرټري انتونيوګوتريز نه علاوه د جنرل اسمبلۍ او سلامتي کونسل د صدرانو سره ملاقاتونه کړي وو او ورسره ئې کشمير او مشرقي وسطي په صورتحال تبادله خيال کړي وو
وروستو خارجه وزير واشنګټن ته تلي او هلته ئې خپل هم منصب مائيک پومپيو،د امريکې قامي سلامتيا مشيررابرټ اوبرائن،نائب خارجه دفاع جان روډ او سنيټر لينډسے ګراهم سره ملاقاتونه کړي وو
واشنګټن کښې ميډيا سره خبرو په وخت شاه محمود قريشي د امريکې دوره ګټه ور ګرځولي او وئيلي ئې دي چې امريکني چارواکو سره ئې دوه اړخيزه تعلقاتو په پراختيا،افغانستان او مشرقي وسطي په صورتحال خبرې کړيدي
خارجه وزير وينا ترمخه پاکستان په دې منطقه کښې د نوي جنګ شورو کيدو خلاف دي او دا چې د هغه د امريکې دورې مقصد د ايران او امريکې ترمينځه تاؤ تريخوالې راکمولو د کوششونو برخه ده
شاه محمود قريشي زياته کړه چې پاکستان د امريکې په درخواست افغان طالبان مذاکراتو ته قائل کړي وو او دا چې د طالبانو جنګ بندۍ ته رضامندي سولي عمله کښې اهم پرمختګ دے