خارجه وزير شاه محمود قريشي د راتلونکي خالي په ورځ د افغانستان دوره کوونکې دے

0
49
د پاکستان او افغانستان وزرائے خارجه ترمېنځه ټيليفونک رابطه شوى

خارجه وزير شاه محمود قريشي د راتلونکي خالي په ورځ د افغانستان دوره کوونکې دے،هغه به خپل هم منصب صلاح الدين رباني او افغان اولس مشر اشرف غني سره ليده کاته کوي او ورسره به دواړو هيوادونو ترمينځه اړيکو په پراختيا او افغانستان مفاهمتي عمل په معاملو خبرې کوي
د افغانستان خبري ادارو ترمخه د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي د روانې مياشتې په پنځلسمه نيټه د کابل په دوره راځي
خبري ادارو ترمخه شاه محمود قريشي به خپل هم منصب صلاح الدين رباني او افغان اولسمشر اشرف غني سره ملاقاتونه کوي
خبري ادارې زياتوي چې پاکستاني خارجه وزير افغانستان دورې مقصد افغان مفاهمتي عمل ،ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ،پاک افغان ټرانزټ ټريډ او پاکستان کښې ميشته افغان مهاجرينو واپسۍ په معاملو خبرې کوي
دغه رنګ شاه محمود قريشي به افغان اولسمشر اشرف غني سره ملاقات دوران هغه له د پاکستان د دورې بلنه ورکوي
پاکستان کښې نوي حکومت قائميدو وروستو د خارجه وزير په حيث د شاه محمود قريشي د بهرملک دا وړومبې دوره ده