خاصه دار فورس قبائلۍ ضلعو کښۍ سبا نه شروع کيدونکۍ پوليو مخنيوۍ مهم بايکاټ اعلان کړي

0
23
بين الاقوامي اسلامي انسداد پوليو کانفرنس په مسقط کښي شروع شوي

د قبائلۍ ضلعو او ايف آرز ال خاصه دار فورس سبا نه شروع کيدونکۍ پوليو مخنيوۍ مهم کښۍ ډيوټۍ نه کولو او خپل ماشومانو ته پوليو څاڅکې ورکولو نه د بايکاټ اعلان کړيدے۔
ضلع خيبر تحصيل جمرود کښې دهرنے په محال آل خاصه دار فورس چيرمين سيدجلال او کورکميټۍ ممبرانو وئيلۍ چۍ د صوبائئ حکومت د متعصبانه رويه خلاف قبائلۍ ضلعو کښۍ د پوليو مهم نه بايکاټ اعلان کوو او خپلو ماشومانو ته به د پوليو څاڅکې هم نه ورکو۔هغوۍ زياته کړے چۍ د ګورنرآرډيننس مسترد کوو او خاصه دار او ليويز فورس ته دے پوليس په شان مراعات ورکړے شۍ۔ آل خاصه دار فورس ده هم ويئلۍ چۍ بلوچستان په شان ليويز او خاصه دار فورس دے کمشنر ماتحت کړے شۍ او که دا فيصله ونکړے شوه نو مونږ به په دے لړ کښۍ د يوے قربانۍ نه هم ډډه اونکړو
ياده دے وۍ چۍ تحصيل جمرود کښۍ تاريخې باب خيبر مخې ته د تيرو څو ورځو راهسۍ د خاصه دارفورس خپلو غوغتنو په حق کښۍ احتجاجۍ دهرنا روانه ده په دهرنا کښۍ ناست خاصه دار فورس اهلکارو غوغتنه ده چۍ دوۍ ته دے قبائلۍ سيمو کښۍ د پوليس اختيار ورکړے شۍ او دے سيمو کښۍ دے پوليس تعيناتۍ نه ډډه وکړے شۍ