خان صيب سره نزدې خلقو د پارټۍ جرړې پرې کړيدي، پرويز الهي

ايف آئي اےپرويز الهي او دهغه وکيل مبينه آډيو پلټنې شروع کړې

د پنجاب پخوانې وزيراعلي چودهري پرويز الهي وئيلي چې پي ټي آئي والو ته مې ډير اووئيل چې اوس مو کار ته پريږدې اسمبلۍ نه ماتوو خو هغوې زما اونه منله ، پرويز الهي وائي چې د خان صيب سره نزدې خلقو د پارټۍ جرړې پرې کړيدي،څلور پينځه نزدې خلقو کښي يو کس نيولې شوې دې ،که چرې اول نيولې شوې وې نو کار به ټهيک وو

لاهورکښې يودستورې ته وينا پر مهال پرويز الهي وئيلي چې پنځه نيم مياشتو کښې مو د پنځه کالو کار کړې ،ما ورته بار بار اوئيل چې اوس مو کار ته پريږدے، چې اسمبلي مو ماته کړه نو څه حال دې،که چرې يو کال مو نور کار کړې وے نو د ن ليګ نوم او نشان به مو لرې کړې وو
پرويز الهي زياته کړې چې د خان صيب سره نزدې خلقو د پارټۍ جرړې پرې کړيدي،څلور پينځه نزدې خلقو کښي ايک کس نيولې شوې دې ،که چرې اول نيولې شوې وې نو کار به ټهيک وو
هغه وينا وه چې الله پاک په کرم اور د عمران خان اعتماد باندې راته وزارت اعلي ميلاو شو،عمران خان اوس هم د پاکستان مشهور ترين سياسي ليډر دې
پخوانې وزيراعلي زياته کړې چې محسن نقوې دا څه کوي هغه د عقل نه خلاص دې ،ستا کار اليکشن کول دي هغه اوکړه،پرويزالهي محسن نقوي ته وئيلي چې آيا ته به کور ته نه ځې ،په آرام کينه او څه خه کار اوکړه او ځه چې خلق دې ياد اوساتي