خان پور ډيم کښې د کشتې په ډوبيدو د وزيراعلى افسوس

خان پور ډيم کې د سکول دطالبعلمانو د کشتۍ په ډوبيدو وزيراعلي محمودخان د افسوس اظهار کړې او متعلقه واکمنو ته ئې په فوري توګه د امدادي کارونو يقيني کولو هدايت کړيدے

د غمرازۍ په يو پيغام کې وزيراعلي محمودخان وئيلي دي چې د بے درکه شوو ماشومانو لټون دپاره سرچ اپريشن روان دے،بائيد د ژوبل شوو کسانو طبي مرسته هم په هنګامي توګه يقيني کړےشي، وزيراعلي محمودخان متاثره کورنو سره د غمرازۍ او همدردۍ اظهار کړيدے او پيښه کې ژوبل شوو کسانو صحت يابۍ لپاره د نيکو خواهشاتو اظهار هم کړے،،