خزانې وزارت خسارے کښې روانې وفاقي ادارو متعلق رپورټ جاري کړې

خزانې وزارت خسارے کښې روانې وفاقي ادارو متعلق رپورټ جاري کړې

خزانې وزارت خسارے کښې روانې وفاقي ادارو متعلق رپورټ جاري کړې،رپورټ مطابق دا مهال د لس سرکاري ادارو خساره کال دوه زره شپاړلسم او اووه لسم نسبت يو سل يوکم پځوس اربه روپې سيوا شويده، ولې د دغه خسارے حجم کال دوزره پنځلسم او شپاړسم دوران صرف څلور څلويښت اربه او اووياکروړه روپې وو
پاکستاني معيشت بهترې دپاره مسلسل کوشيشونو باوجود لس سرکاري ادارو خسارے مقدار کښې سيوا والي راغلے،د خزاني وزارت لخوا جاري کړې شوي رپورټ مطابق دا مهال سرکاري ادارو کښې خسارے په لحاظ نيشنل هائي ويز اتهارټي یعنی ”اين ايچ اے ” يو سل دري ديرش اربه ، اته څلويښت کروړه او اتيا لکهه روپو خسارے سره سرفهرست ده،
دے نه علاوه پاکستان ريلوے څلويښت اربه اوويه کروړه روپې ،پي آئي اے يو کم څلويښت اربه او پنځوس کروړه روپې،ليسکو اووه ديرش اربه او ديرش کروړه روپئ،حيدرآباد اليکټرک سپلائي اوويشت اربه او ديرش کروړه روپې،ولې پيسکو يعني پشاور اليکټرک سپلائي کمپني نورلس اربه اواووه ديرش کروړه روپو خسارے سره مخ ده،
خزانې وزرات رپورټ زياتوي چې دغه لسټ کښې سند انجنئرنګ نورلس اربه ديرش کروړه،کوئيټه اليکټرک سپلائي کمپني اتلس اربه اوويه کروړه روپې ،ملتان اليکټرک پاور کمپني اوولس اربه دري نوي کروړه او ديرش لکهه او د پاکستان سټيل تقصاناتو خساره څوارلس اربه پنحه اتيه کروړه او لس لکهه ته رسيدلې ده