خضدار کښي د سيکيورټي فورسيز ګاډي حادثه کښي څلور اهلکار شهيدان شوي

0
13

د بلوچستان ضلع خضدار کښي د سيکيورټي فورسيز ګاډي ټائر برسټ کيدو له امله د حادثے ښکار شوي ، حادثه کښي د سيکيورټي فورسز څلور اهلکار شهيدان شوي دي او شپږ اهلکارژوبل دي.
د سيکيورټي زرائع ترمخه پيښه هغه وخت را مخي ته شوي کله چي د سيکيورټي فورسيز دوې ګاډي د بسيمې علاقے خوا ته روان ووچي د ټائر برسټ کيدو له کبله يو ګاډئ الټه شو ، پيښه کښې د سيکيورټي فورسيز څلور اهکار شهيدان شوي او شپږ کسان ژوبل شوي دي، ژوبل شوي کسان د هيلي کاپټر په زريعه د خضدار سي ايم ايچ هسپتال ته رسولي شوي دي، چرته چي د دغه ژوبل کسانو علاج روان دے