خضدار کښې ټريفکى پېښه ، شل کسان پحق رسيدلى او پنځويشت ژوبل

خضدار کښې ټريفکى پېښه ، شل کسان پحق رسيدلى او پنځويشت ژوبل

خضدار کښي افسوسناکه ټريفکي پيښۀ مخي ته راغلي ده، مسافر کوچ د حادثے ښکار شويدے، پيښه کښې شل کسان مړه او پنځويشت پوري ژوبل شويدي، ژوبل شوي کسان علاج لپاره نيزدي هسپتال ته منتقل کړے شويدي،حادثه د تيز رفتارۍ له وجي مخي ته راغلي ده

د بلوچستان ضلع خضدار کهوړي په مقام مسافر کوچ د حادثے ښکار شويدے، پيښۀ کښې شل مسافر مړه شوي او پنځويشت پوري ژوبل شويدي معلوماتو ترمخه پنځلس کسان په موقع ساه ورکړے وو ولي دري ژوبل کسان ورستو اسپتال کښې په حق ورسيدل، د حادثے نه پس ريسکيو او ليويز اهلکار د پيښے ځائے ته رسيدلي او ژوبل شوي کسان ئي اسپتال ته منتقل کړيدي وئيلي کيږي چي مسافر کوچ رفتاري له وجي بے قابو شو او توازن برقرار نه ساتلو په وجه الټه شويدے