خورشيد شاه د پولى کلينک هسپتال نه ډسچارج شوې

سکھر احتساب عدالت خورشید دیارلس ورځۍ نور نیب ته په جسماني ریماند حواله کړی

نيب له اړخه ګرفتار کړې شوې د پاکستان پيپلزپارټۍ خورشيد شاه د پولى کلينک هسپتال نه ډسچارج شوې ، د ډاکټرانو ټيم د معائنې نه پس خورشيد شاه د سکهر سفر لپاره صحت مند ګرځولې دې
تفصيلاتو ترمخه د نيب ټيم به نن خورشيد شاه سکهر ته منتقل کوى ، خورشيد شاه د يوويشتم ستمبر پورې په راهدارى ريمانډ د نيب په تحويل کښې دې
تيره شپه د خورشيد شاه طبيعت د نيب پنډۍ په حراست کښې خراب شوې وو وروستو هغه د معائنې لپاره هسپتال ته رسولې شوې دې
ذرايعو ترمخه د پى ائى اے پرواز کښې په خور شيد شاه سکهر ته منتقل کولې شى
هسپتال کښې د چيک اپ په موقع د پاکستان پيپلزپارټۍ شاهد رحمانى ، حسرت مير او نورو مشرانو د خورشيد شاه سره ملاقات کولو کوشش اوکړو ولې د نيب له اړخه هغوى ته اجازت ميلاو نشو
هسپتال نه د ډسچارج کيدو په موقع خورشيد شاه په هغوى لګولې شوې الزامات مسترد کړى دى او وئيلى ئې دى چې څومره پېسو د کرپشن الزامات په ما لګولې شوى د هغې يو فېصد مالا راکړې شى نورې پېسې دې نيب واخلى