خوست کښې د ووټرانو رجسټريشن سنټر بمى چاودنه کښې شهيدانو تعداد اتلس ته رسيدلے

0
13
خوست کښې د ووټرانو رجسټريشن سنټر بمى چاودنه کښې شهيدانو تعداد اتلس ته رسيدلے

د افغانستان خوست ولايت کښې يو جومات دننه قائم شوى د ووټرانو رجسټريشن سنټر کښې بمى چاودنه شوى چې پکښې شهيدانو تعداد اتلس ته رسيدلے
د خوست ولايت پوليسو مشرعبدالحنان خبرى ادارو ته وئيلى دى چې دا چاودنه يعقوبى اولسوالۍ کښې رامخې ته شوېده
د هغه وينا وه چې چاودنه يو جومات دننه قائم شوى د ووټرانو رجسټريشن په سنټر کښې شوېده چې په نتيجه کښې په ابتدائى طور دولس کسان شهيدان او درى ديرش ژوبل شوى دى، تازه اطلاعاتو مطابق د شهيدانو تعداد اتلس شويدے
ولې آزادى سرچينى دې پيښه کښې د شهيد شوؤ شميره يويشت ښائى
افغان خبرى ادارو ترمخه چاودنه هغه مهال شوى کله چې ګڼ شميرکسان د ماسپخين مونخ ادائيګۍ لپاره جومات کښې جمع شوى وو