خيبرايجنسې کښې دپوځ اضافې دستې ځائے پر ځائے کړے شوي

0
33
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي د خيبر ايجنسې وادي راجګال کښې د پوځ  اضافې دستې ځائے پر ځائے کړے شويدي کومې چي به  په پاک افغان پوله نظر ساتي بلخوا د خيبر ايجنسې مختلف سيمو کښي آپريشن شوے چي پکښي د ترهه ګرو سنګرونه تباه کړے شويدي
د پاک پوځ ترجماني ادارې آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان کښي وئيلي شويدي چي د خيبر ايجنسې راجګال وادې کښې د پوځ اضافي دستې تعنيات کړے شويدي
بيان کښې وئيلي شويدي چي د پوځ دا اضافي دستې به پاک افغان پوله باندي  کيدونکې تګ راتګ  او راجګال وادې کښې په غرونو او درو باندي هم نظر ساتي
آئي ايس پي آر زياتوي چي دا ګام  پاک افغان پوله باندي د ترهه ګرو تګ راتګ مخنيوي لپاره پورته کړے شويدے