خيبرپختونخوا او پنجاب کي د شفاف ضمني ټاکنو لپاره دواړه صوبو کي بلدياتي نمائندګان معطل

اليکشن کميشن مشاورت لپاره د خيبر پښتونخوا ګورنر په څوارلسم مارچ رابللې

اليکشن کميشن خيبرپختونخوا او پنجاب کي د شفاف ضمني ټاکنو لپاره دواړه صوبو کي بلدياتي نمائندګان معطل کړي، دي لړ کي اليکشن کميشن باقاعده توګه نوټفيکيشن هم جاري کړے

اليکشن کميشن نوټيفکيشن ارټيکل دوه سوه اتلس او اليکشن ايکټ تحت جاري کړے، نوټيفکيشن مطابق دا فيصله د شفاف ضمني ټاکنو لپاره شويده، د ټاکنو انعقاد پوري به دواړه صوبو کي بلدياتي نمائندګان معطل وي، اليکشن کميشن د جوډيشل افسرانو بطور ريټرننګ افسر خدمات اخستو فيصله هم کړي، د انتخاباتو ضابطه اخلاق جوړولو لپاره اليکشن کميشن په نهمه فروري د سياسي ډلو غونډه هم رابللي