خيبرپختونخوا کښې د اوړو بحران نور سيوا کيدو انديښنه ده

د منصوبه بندي او سازش لاندي د وړو بحران پيدا کړے شوے

خيبرپختونخوا کښې د اوړو بحران نور سيوا کيدو انديښنه، خيبر پښتونخوا کښې د شل کلو تروړۍ نرخ دولس سوه روپو نه هم سيوا شوې،د صوبائي حکومت او نانبائي ايسوسي ايشن ترمينځه د روټې قيمت سيوا کولو لپاره مذاکرات ناکامه شوي او نانبائيانو د ګل ورځې ټوله صوبه کښې د هړتال دهړکه ورکړې،نانبائي ايسوسي ايشن مطابق حکومت خپلې وعدې نه پورا کوي او هغوي په هړتال کولو مجبوره دي
خيبرپختونخوا نه پس بلوچستان کښې هم د اوړو قلت شدت اختيار کړو،کوئټه پشمول د بلوچستان زياتره سيمو کښې په يوټيليټي سټورز کښې اوړه غائب شوي،يوټيلټي سټورز چارواکو مطابق د تيرې يو هفتې نه د اووړه سپلائي نه ده شوه او ځائي اوسيدنکو ته راتلونکي هفته کښې د اوړه ميلاويدو خبره کوي
خلق د نومبر او دسمبر په مياشتو کښې زياته ډوډې خوري،ملک کښې د مهنګائيې او اوړو بحران په اړه د شيخ رشيد عجيبه بيان،وائي چي ګراني ختمولو لپاره مونږ ته دري کاله وخت راکړې چي پکښې يونيم کال تير شويدې،فواد چوهدري لخوا پنجاب حکومت باندي تنقيد په اړه ئي وئيلي چي تر څو وزيراعظم عمران خان د عثمان بزدار سره دې،مونږ هم ورسره يو
عمران خان صيب نوي پاکستان کښې اوړه ختم شوي،تنورونه بند دي او اولس به د لنګر خانو نه خوارک کوي،د مسلم ليګ ن ترجمانې مريم اورنګزيب لخوا د اوړو په قلت د وزيراعظم نوټس په اړه ردعمل،وائي چي ګراني څوارلس فيصده پورې سيوا شوي او اوس اوړه هم ختم شوي،دا ئي هم وئيلي دي چي عمران خان صيب ملک نورې نااهلې،نالائقې او دروغ نشي برداشت کولي شي