خيبرپختونخوا کښې د مالي بحران په وجه دستکاري سنټرز بشمول نورمرکزونو بند

خيبرپختونخوا کښې د مالي بحران په وجه دستکاري سنټرز بشمول نورمرکزونو بند

خيبرپختونخوا کښې د مالي بحران په وجه سمال انډسټريز ډويپلمنټ بورډ په صوبه کښې د تير لسو کالو راهسې قائم دستکاري سنټرز بشمول د نورو مرکزونو بندولو فيصله کړيده چې ترمخه ئې د سلو نه سيوا ملازمين د نوکرو نه برخاست کولو نوټس هم جاري کړے شوے
د سمال انډسټريز ډويپلمنټ بورډ تحت د تير لسو کالو نه په کرک ، بنو ، ډيره اسماعيل خان، پېښور، نوښار،اکوړه خټک، ايبټ آباد پشمول نورو ضلعو کښې يويشت دستکارۍ سنټرز او زنانو ته د روزګار ورکولو لپاره وويمن بزنس ډوپلمنټ د لارې هنرونه ښودلې کيدل خو د وسائلو د نيشتوالي په وجه د يکم جون نه دغه سنټرز بند کړے شويدي
د پراجيکټ بنديدو سره به اتيا زنانه او نورلس نارينه بے روزګاره شي ولې د پراجيکټ صدر صاحبزاده نسيم خان په دے اړه دريځ خپل کړيدے چې د مذکوره د ملازمينو فارغ کولو لپارهمحکمې د فنډ کمي بهانه جوړه کړي او دا چې دوي به د خپل حق غوښتو لپاره احتجاجي مظاهرے کوي

blank