خيبرپختونخوا کښې د نن نه د بارانانو او تيزو حواګانو امکان څرګند کړے شوے

خيبرپختونخوا کښې د نن نه د بارانانو او تيزو حواګانو امکان څرګند کړے شوے

خيبرپختونخوا کښې د جمعې د ورځې نه د بارانانو او تيزو حواګانو امکان څرګند کړے شويدے او وئيلي شوي چې د تيز باران له امله د خالي او اتوار په ورځ پېښور کښې د سيلاب خطره ده، د پي ډي ايم اے لخوا ريسکيو 1122 او نور متعلقه محکمو ته خبرتيا ورکړے شويده
پراونشل ډيزاسټرمينجمنټ لخوا جاري شوے اعلاميې ترمخه د راتلونکي په حقله ټولې زمه واره محکمې خبر کړے شويدے او په دے لړ کښې ضلعي انتظاميې ته پشګي اقداماتو پورته کولو په حقله هدايات جاري کړے شويدي
ډي جي پي ډي ايم اے دريځ خپلوي چې په کومو ځايونو کښې د لينډ سلائيډنګ خطره ده د هغې لپاره د لويو مشينرو بندوبست کړے شويدے
د موسمياتو محکمه وائي چې د جمعې د ورځې نه شروع کيدونکي باران سلسله د نهې ورځې پورې د وريدو امکان دے
دے نه علاوه د عوامو سهولت لپاره د پي ډي ايم اے په کنټرول سيل کښې هيلپ ډسک هم تيار کړے شوے کوم چې د څه قسمه بدې پيښې په وخت عوامو ته سهوليات ورکوي