خيبرپختونخوا کښې د پوليو مخنيوي مهم په څلورمه ورځ هم جارې دې

خيبرپختونخوا کښې د پوليو مخنيوي مهم په څلورمه ورځ هم جارې دې ، پنځه ورځني مهم دوران به پنځو کالو نه کم عمره دوه شپيته لکهه ماشومانو ته د پوليو قطرې ورکولې شې
خيبرپختونخوا کښې د پوليو مخنيوي مهم په څلورمه ورځ هم جارې دې،پنځه ورځنې مهم لپاره تربيت يافته پوليو ورکرز باندې مشتمل ديرش زره او دري څلويښت ټيمونه ټاکلې شوي دي،ټيمونو کښې اوويشت زره،دوه سوه دري پنځوس موبائل او يوزر ،اته سوه اوه پنځوس فکسډ ټيمونه شامل دي،د مهم دوران نګرانۍ لپاره اووه زره ،درې سوه يوشپيته ايريا انچارج هم تعينات کړې شويدي د پوليس او نور قانون نافذ کوونکيو ادارو په مرسته د سيکورټي سخت انتظامات هم شويدي