خيبرپښتونخواحکومت اولس ته خبردارې ورکړې چې يو وارې بيا لاک ډاؤن کښې سختي کيدے شي

دخيبر پښتون خوا په دوه سوه درې خلويښتو سيمو کښې سمارټ لاک ډاون لګولے شوے

د خيبرپښتونخوا مشير اطلاعات اجمل وزير اولس ته خبردارې ورکړې چې که چرې ايس او پيز باندې عمل اونکړې شو نو يو وارې بيا لاک ډاؤن کښې سختي کيدے شي،اجمل وزير دا وئيلي دي چې صوبه کښې سياحتي مقامات بند کړې شوي ،اولس دې دغه ځايونو ته تلو نه ډه ډه اوکړي،لاک ډاؤن کښې سختي او نرمي دوانړه د اولس په خاطر شوي وو
دا خبرې د خيبرپښتونخوا مشير اطلاعات اجمل وزير پيښور کښې پريس کانفرنس پرمهال کړيدي د اجمل وزير وينا وه چې مونږ د کورونا سره سره غربت خلاف هم مقابله کوؤ ، د کورونا صورتحال ورځ تر بله خرابيږي اجمل وزير اووئيل چې که چرې په ايس او پيز عمل اونکړې شو نو حکومت يو وارې بيا لاک ډاؤن کښې سختي کولې شي په دې موقع مشير اطلاعات اجمل وزير دا هم وئيلي دي چې اختر په موقع دي خلق کورونو کښې کيني ،صوبه کښې د سيلګرۍ ټول ځايونه بند کړې شويدي ،سيلګر دې هم دغه ځايونو ته تلو نه ډه ډه اوکړي

blank