خيبرپښتونخوا ايکشن ان ايډ آف سول پاور آرډننس سپريم کورټ کښې چيلنج کړې شوے

خيبرپښتونخوا ايکشن ان ايډ آف سول پاور آرډننس سپريم کورټ کښې چيلنج کړې شوے

خيبرپښتونخوا ايکشن ان ايډ آف سول پاور آرډننس دوه زره نورلس په سپريم کورټ کښې چيلنج کړې شويدے
تفصيلاتو ترمخه پاکستان پيپلزپارټۍ سينئير رهنما فرحت الله بابر د نور مشرانو په ملګرتيا د آرډننس پرضد سپريم کورټ کښې آئيني درخواست دائر کړېدے
د آئيني درخواست دائر کولو په موقع افراب سياب خټک او بشري ګوهر د فرحت الله بابر سره موجود وو او درې وانړو ايکشن ان ايډ آف سول پاور آرډننس دوه زره نورلسم پرضد آئيني درخواست دائر کړو
درخواست کښې غوښتنه شوي چې ايکشن ان ايډ آف سول پاور آرډننس دې غير آئيني اوګرځولې شي ځکه چې دا د آرډننس د بنيادي انساني حقوقو خلاف دے
درخواست کښې استدعا شويده دا آرډننس لوجې ګرفتار خلقو مقدمات دې سول عدالتونو ته متنقل کړې شي او بيا دې ګرفتار تنان خوشي کړې شي
درخواست کښې وفاقي حکومت ، پښتونخواګورنر او حکومت ، پشمول ګورنر سنده او بلوچستان حکومت فريق جوړ کړې شويدي