د خيبرپښتونخوا حکومت آئي ایم ایف سره معاهده لاس لیک کړې، د سرپلس بجټ ورکولو شرط ئې منلي، د معاهدې لاندې به د خیبر پښتونخوا حکومت راتلونکي مالي کال لپاره پنځه نوي اربه روپۍ اضافي بجټ ورکوي
د سرچينو ترمخه دغه معاهده د صوبائي کابينې منظورۍ وروستو مرکزي حکومت ته ليږل شوې او د معاهدې تر مخې به د خيبرپښتونخوا حکومت راتلونکي مالي کال لپاره پنځه نوي اربه روپۍ اضافي بجټ ورکوي.
د سرچينو ترمخه د پي ټي ائي حکومت د روان مالي کال لپاره د يو سل اوولس اربه روپو اضافي بجټ معاهده لاس ليک
کړى وه چې پکې خيبرپښتونخوا دا مهال کم ازکم دوه سوه اربه روپو خساره لري.