خيبرپښتونخوا حکومت قبائلي پارلمينټ غړو باندي مشتمله کميټي جوړه کړي

0
70

خيبرپښتونخوا حکومت قبائلي پارلمينټ غړو باندي مشتمله کميټي جوړه کړي کومه چي به قبائلي علاقو مسئلي حل کوي او پشتون تحفظ مومنټ سره به خبري اتري هم کوي
پيښور ګورنر هاوس کښي ګورنر خيبرپښتونخوا شاه فرمان په مشرۍ کښي يوه غونډه شوي چي پکښي وزيراعلي خيبرپښتونخوا محمود خان ، کورکمانډر پيښور،پارلمينټ غړو او نور حکامو ګډون کړي وو
ګورنر خيبرپښتونخوا شاه فرمان اووئيل چي فاټا په خيبرپښتونخوا کښي انضمام شوي او انتظامي انضمام کښي څه مسائل مخې ته راغلي
ګورنر اووئيل چي عدليه او پوليس به قبائلي ضلعو ته غزولے کيږي
ګورنر خيبرپښتونخوا شاه فرمان قبائلي ايم اين ايز او سينټرز باندي مشتمل يوه کميټي جوړه کړه
ګورنرخيبرپښتونخوا شاه فرمان دا هم اووئيل چي وزيراعلي په مشرۍ کښي به کميټي کار کوي او کميټي ممبران به قبائلي ايم اين ايز او سينټران وي
ګورنر زياته کړه چي کميټي به شکايات اوري او دي نه علاوه به ترقياتي کارونو جاج اخلي
د وزيراعلي مشير اجمل وزير اووئيل چي پشتون تحفظ مومنټ سره به دغه کميټي خبري تري کوي او ټولو سياسي ډلو منتخب نمائندګان به کميټي کښي شامل وي
په دي موقع وزيراعلي محمود خان اووئيل چي قبائلي ممبرانو سره ګټه ورے خبرے شويدي او قبائلي ممبران د پارلمينټ مسئلو نه ښه خبر دي