خيبرپښتونخوا پشمول دملک ځنى برخو کښې د باران سلسله جارى ده

اسلام آباد پشمول د خېبر پښتونخوا مختلف سيمو کښې باران وريدلے

د خيبرپښتونخوا پشمول دملک ځني نورو برخو کښې وقفې وقفې سره باران سلسله جاري ده چې ورسره د ګرمۍ زور مات شويدے، د موسمياتو محکمه وائي چې راتلونکي دوه ورځو پورې به خيبرپښتونخوا کښې د بارانونو دغه لړۍ روانه وي ، بلخوا اين ډي ايم دے لينډ سلائيډنګ او سيلاب نه بچ کيدو لپاره متعلقه ادارو ته د چمتو اوسيدو هدايات جاري کړيدي
اسلام آباد او خيبرپښتونخوا ميداني علاقو پشمول د ملک ځنى برخو کښې دباران سلسله وقفې وقفې سره جاري ده چې ورسره موسم خوشګوار شويدے
محکمه موسمياتو پيشن ګوئي کړې چې خيبرپښتونخوا کښې د بارانونو دا سلسله دوه ورځې پورې به جاري وي
موسمياتو محکمې مطابق راتلونکي شواروز دوران سرښار اسلام آباد پنډې،پيښور،مردان، نوښار ، چارسده،ملاکنډ،کشمير او ګلګت بلتستان ځنى سيمو کښې د باران امکان دې
بلخوا اين ډي ايم اے د لينډ سلائيډنګ ،سيلاب نه بچ کيدو او نورو بدو پيښو د مخنيوي لپاره متعلقه ادارو ته د الرټ اوسيدو هدايات جاري کړيدي