خيبرپښتونخوا کښې جعلي دوايانو خلاف کريک ډاؤن شوې

خيبرپښتونخوا کښې جعلي دوايانو خلاف کريک ډاؤن شوې

دډائريکټوريټ جنرل ډرګز اينډ فارميسيزسروسز له اړخه ټوله صوبه کښي دجعلي او ايکسپائردوايانو خلاف کريک ډاؤن شوے دے ، دصحت محکمې ترجمان وئيلي دي چې د پېښور نمک منډۍ او نورو سيمو کښي جعلي ګولۍ او نور مختلف قسمه جعلي دوايانې برامد کړے شوي دي

د خيبر پښتونخوا دصحت محکمي ترجمان وئيلي دي چې ډرګ کنټرول پېښور کښي يوي کارګو نه په دروند مقدار کښي جعلي دواياني برامد کړي اوپه دغه غير قانوني او ناوړه کاروبار کښي ککړ کسان هم نيولے شوي دي چې تحقيقات ترې روان دي
د ډرګ کنټرول کوهاټ له اړخه هم دجعلي او ايکسپائر دوايانو په موجود ګۍ دوه دوکانونه سيل کړے شوي دي او د مختلفو دولسو مشکوکو دوايانو نمونې هم ليبارټرۍ ته ليږلے شوې دي