خيبرپښتونخوا کښې د ډينګى په کيسونو کښې اضافه جارى ده

خيبرپښتونخوا کښې د ډينګى په کيسونو کښې اضافه جارى ده او د پيښور پشمول د صوبے د نوولس ضلعو نه کيسونه رپورټ شويدي

پيښور کښي تير څليريشت ګهنټو دوران نور دووه سوه پنځه پنځوس کسانو کښي د ډينګي وائرس تصديق شوے او په دے کښي نوره اضافه هم جاري ده۔ د پيښور په حيات آباد ميډيکل کمپليکس او خيبر ټيچنګ اسپتال کښي د ډينګي شپږوويشت مريضان داخل کړے شوي په کومو کښي چي د زياترو تعلق د تهکال،اکيډيمي ټاون،سپينه وړئ،دانش آباد او سربند سيمو سره ښودلے شويدے