خيبرپښخوا حکومت صوبائي صطح باندې ثقافت ته وده ورکولو لپاره اعلان کړې

0
34
کيلاش قبيلې چاوموس تهوار مانځلو لپاره ټول سهوليات فراهم کړې شى، عاطف خان

د خيبرپښتونخوا حکومت صوبائي سطح باندې ثقافت ته وده ورکولو لپاره د روايتي اتنړ ډانس ،رباب منګي موسيقي مقابلو اعلان کړيدے ،صوبائي حکمومت دې سلسله کښې حکامو ته هدايت هم کړے چې دا مقابلې دې په ضلعي سطح ،ډويژنل او صوبائي سح باندې دوه مياشتو کښې دننه منعقد کړې شي
د خيبرپښتونخوا لوبو،ثقافت،سيلګرۍ سينيئروزير عاطف خان په مشرۍ کښې ثقافت ته وده ورکولو لپاره اجلاس شويدے
اجلاس کښې سينيئروزير عاطف خان وئيلي چې صوبه کښې ثقافت ډير ضروري دے خو ولې د بده مرغه د ثقافت نوم ورځ تر بله زياتي والي پرځائے کمي سره مخ دے
په دې موقع عاطف خان اعلان اوکړو چې حکومت به صوبائي سطح باندې ثقافت ته د وده ورکولو لپاره روايتي اتنړ ډانس ،رباب منګي موسيقي او نور ثقافتي مقابلو انعقاد کوي د کوم سره به چې خيبرپښتونخوا کښې ثقافت نوم يو وارې بيا روښانه شي
دې مقابلو کښې په اول ،دويم او دريم نمبر راتلونکي خلقو ته به انعامات هم ورکولې شي

مقابلو کښې به د خيبرپښتونخوا نه علاوه ، بلوچستان او افغانستان نه هم ځوانان برخه اخلي