خيبر پختونخوا کښې د ډينګى نه متاثر مريضانو شميره دوه زره درې سوه ته رسيدلې

خيبر پښتونخوا کښې د ډينګي کيسونو کښې سيوا والي سلسله روانه ده

د پېښور پشمول د ټولې صوبې په کچ د ډينګى نه متاثر شوى مريضانو شميره دوه زره درې سوه ديارلس ته رسيدلې ده
دخيبر پختونخوا محکمه صحت لخوا جارى شوى بيانيې او شميرې ترمخه په ټوله صوبه کښې د ډينګى وائرس نه متاثر شوې مريضانو شميره کښې اضافه روانه ده او دا وخت د ډينګى وائرس نه متاثره کسانو شميره دوه زره درې سوه ديارلس ته رسيدلې ده
نوى رجسټرډ شوى کيسونو شميره تقريبًا يو سل نهه شپيته دې ، دې نه علاوه پېښور کښې د سرکارى شميرې ترمخه يو زر څلور سوه نهه کسان د ډينګى وائرس نه متاثر شويدى او شپږ اوويا نوى کيسونه رجسټرډ شويدى
پېښور کښې ډينګى وائرس نه متنو ، پشتخره ، چمکنو ، اچينى او تهکال سيمې خلق زيات متاثر شويدى
سوات کښې يو سل اووه پنځوس ، شانګله کښې يو سل درې ويشت ، صوابۍ کښې درې پنځوس او مردان کښې نهه څلويښت کسان د ډينګى وائرس نه متاثر شويدى
ياده دې وى چې د ډينګى لوجې پېښور کښې طلحه محمد نومې تن په حق رسيدلې