خيبر پښتونخوا او قبائيلي سيمو اولس د ترهګرئ په ضد قربانياني نه هيريدونکي دي

0
77
وفاقي داخله چارووزير کراچۍ نېشنل اسټېډېم دوره کړے

د داخله چارو وزير مملکت شهريار افريدي وئيلي دي چي خيبر پښتونخوا او قبائيلي سيمو اولس د ترهګرئ په ضد قربانياني ورکړيدي چي نه هيريدونکي دي
پيښور پوهنتون کښي يو دستوري ته د وينا په وخت شهريار افريدي اووئيل چي ترهګرئ د خيبر پښتونخوا او د صوبائي قبائيلي سيمو خلک ډير زيات ځپلي دي
دامن لپاره نه يواځي سيکورټي فورسز پوليس او سرکاري خلکو قرباني ورکړيده بلکه عام اولس قرباني د هيچا نه پټه نه ده
د اولس او فورسز قربانئ له امله امن ځائے په ځائے کړے شويدے
دهغوي وينا وه چي ملک امن خاطره د قبائلي سيمو نه خلکو نقل مکاني کړي وه د هغوي دي قربانئ ته په درنه سترګه کتلے شي
دهغوي وينا وه چي مدينه رياست کښي هر چا ته امن حاصل وو، موجوده حکومت کوشش دے چي خلکو ته امن ورکړي او هغوي ته انصاف تر لاسه دے
دهغوي وينا وه چي خلکو کښي برداشت کم شويدے هم دغه وجه ده چي د امن وامان مسئلي مخي ته راځي