خيبر پښتونخوا حکومت د لوبو ودي لپاره لس ارب روپو نه زيات فنډز جاري کړي

خيبر پښتونخوا حکومت د لوبو ودي لپاره لس ارب روپو نه زيات فنډز جاري کړي

خيبر پښتونخوا حکومت په صوبه کښې د لوبو ودي لپاره لس ارب روپو نه زيات فنډز جاري کړي چي پکښې زياتره د قبائيلي اضلاع د پاره مختص کړي شوې دے ،
دلوبو محکمې چارواکي وائي چي د لوبو مختلفو منصوبو دپاره صوبائي حکومت لس ارب روپے جاري کړي دي
ټولو نه زيات فنډز قبائيلي ضلعو کښې د لوبو مختلفو سکيمونو دپاره جاري کړے شويدي، په قبائيلي اضلاع کښې د سپورټس کمپليکس جوړولو دپاره اووه ارب پنځوس کروړه روپے جاري کړے شويدي
چارواکي زياتوي چي په قبائيلي اضلاع کښې د بيلا بيلو لوبو سرګرمو دپاره هم د يو ارب روپو منظوري ورکړے شويده،
دي نه علاوه مردان، ډي ائي خان ، بنو او هري پور کښې د سپورټس کمپليکسز اپ ګريډيشن لپاره هم پنځه اوويا کروړه روپے جاري کړے شويدي، بونير کښې د جمنازيم دپاره شل کروړه ، مردان لپاره پنځوس کروړه ، او سکواش ګيم بحالئ لپاره شل کروړه روپے جاري کړے شويدي